بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران نبي زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سياليو پايلوبه کې یاران نبي زاده لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپير خپلې سیالې چمتال منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه تر سره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ..
