بلخ؛‌ مرکز مزار شریف کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۴
بلخ؛‌ مرکز مزار شریف کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۱۲ ورزشکاران د بلخ ولایت موی تای منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه.

د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS