بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي او ۱۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
