بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې سمیع الله، قاري غیور، داد الله، کبیر او عزیز الله پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
