بغلان؛ نهرین ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د محمدي صاحب شینواري په مالي ملاتړد یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې له جلګه، برکه او نهرین ولسوالیو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و.