بغلان؛ نهرین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد نوین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۴
بغلان؛ نهرین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد نوین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون داستازولي له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د نرین او برکه ولسوالیو د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد نوین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد نوین لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې شهر قدیم نهرین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح د برابرولو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS