بغلان؛ تاله و برفک ولسوالۍ کې له ۴۰ زیاتو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون له لوري د یاد ولایت تاله وبرفک ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د هندوکش او بابا دوه لوبډلو په چوکاټ کې ترسره شوې، چې په پایله کې مساوي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو موخه د ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د بزکشۍ غوره لیګ ته د غوره لوبغاړو موندل دي.