بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۴
بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله ۳۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS