بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې هارون لومړی، امیرخان دويم او عبدالباسط درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزشي استعدادونو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
