بدخشان کې د والیبال سیالۍ وشوې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۹:۴
بدخشان کې د والیبال سیالۍ وشوې

د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد.

په بهارک ولسوالۍ کې له مرکز فیض‌اباد او ولسوالیو څخه د شل لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د خاش او بهارستان ولسوالیو لوبډلې وتلې وې، چې اتلولي د خاش لوبډلې په برخه شوه.

یاده دې وي، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو تر منځ د یووالي او صمیمیت ټینګېدل او د غوره لوبغاړو په ګوته کول یاد شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS