بدخشان؛ کوهستانراغ ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۶
بدخشان؛ کوهستانراغ ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملی فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانراغ ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د راغستان، یاوان، یفتل او کوهستان‌راغ ولسوالیو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د کوهستان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د یاوان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او راغستان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بدخشان ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.