بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۴۰
بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د بدخشان ولایت بېلا بېلو ولسوالیو کورشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې کشم ولسوالۍ لومړی، کلفګان ولسوالۍ دویم او تګاب ولسوالۍ بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او دودیزې لوبې دودول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS