بامیان کې د فوټبال “ژمنی جام” سیاليو پيل
نعیم پرهېز
شنبه، مرغومی۱۱، ۱۴۰۰
بامیان ولایت کې د دې ولایت فوټبال فدراسیون سره د ياد ولایت د ښاروالۍ په مرسته د فوټبال “ژمنی جام”سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې د لیګ په ډول کېږي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د مسولینو په خبره د دې لوبو موخه د فوټبال لوبې پراختیا، د ځوانانو هڅونه او د ورزش برخه کې د پانګوالو پانګونه او د هغوی ترمنځ ورورګلوي ده.
