بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته د ۱۵/ ۶ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د درې کسیزه بسکټبال لوبو ته وده ورکول، د لوبغاړو چمتووالی او د غوره استعدادونو موندل و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
