بامیان ؛ مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۱
بامیان ؛ مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز په روح الله نیکپا ورزشي جمنازيوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو په عمري کټګوريو او بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ تنه ورزشکاران د باميان ولايت د ووشو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د باميان ولايت د ووشو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS