بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتحاد چهاردیواري لوبډلې خپلې سیالې ګوهرګین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ په مرکز او ولسوالیو کې د والیبال لوبو ته وده ورکول دي.
