بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ستارګان چيجن لوبډلې خپلې سیالې اتحاد شيوقل لوبډلې ته د ۱۲/۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبې دودول او وده ورکول و.
