بامیان؛ د درېیو ولایتو ۴۰ ورزشکارانو په ګډون د موی تای خزاني جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۰:۲۹
بامیان؛ د درېیو ولایتو ۴۰ ورزشکارانو په ګډون د موی تای خزاني جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د موی تای فدراسیون له لوري د کابل، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د ۴۰ ورزشکارانو په کډون په روح الله نیکپا ورزشي جمنازیوم کې د موی تای خزاني جام سیالۍ د بامیان موی تای ورزشکارانو په ګټه پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د بامیانو د ورزش او فدراسیونونو مسوولینو، ورزشکارانو او د دې رشتې مینوالو شتون درلود.

په پای کې د بامیان موی تای کارانو لومړی، میدان وردګ دویم او کابل ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ، چې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

د دې سیالیو موخه د ګاونډیو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د نیکو او ښو اړیکو رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۸:۵
Background image

د کرېکټ له نوولس کلونو کم عمره لوبډلې اسټرالیا ته ماته ورکړه.

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه استرالیا ته په دوستانه سیالۍ کې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه دوستانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۸:۱
Background image

ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۷:۵۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز تریکوټ ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ په ۸۰۰ متره واټن کې. . .

BACK TO NEWS