بامیان؛ بند امیر لوبډلې د شاه فولادی والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د شاه فولادي لوبډلې د ځوانانو له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جاویدان او بند امیر لوبډلې له یو بل سره مخ شوې چې په پایله کې بند امیر لوبډلې د ۳/۱ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دغو لوبو د ترسره کېدو موخه د بامیان ولایت د کلیو په کچه د ورزش وده ښودل شوې ده، چې په پای کې د یاد ولایت د ورزش ادارې له لوري اتلې لوبډلې ته کپ او د شرف کریمي له لوري یو پسه او نغدې پیسې ورکړل شوې.
