بادغیس کې ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۴
بادغیس کې ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته ورسېد

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته ورسېد، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

دغه روزنيز کورس کې د نظر محمد طاهر روفي تر نظارت لاندې روزونکو ته د لایسنس D درجې اړوند موضوعات تدريس شول، د کورس په پای کې ګډون کوونکو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې سرټيفيکونه ورکړل شول.

See less

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

BACK TO NEWS