بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۷:۱۳
بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلعه نو ښار په ورزشي سټېډیوم کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کال غوره پهلوان میرویس شیر له بادغیس څخه وټاکل شو.

د یادو سیالیو موخه د کال غوره پهلوان ټاکل و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بادغیس ولایت ورزشي امریت له لوري ټاکل شوي پهلوان ته ستاینلیک او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS