بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۲۱:۱۳
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د والیبال سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د آریانا او باختر ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې آریانا لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه او همداراز باختر ځوانانو لوبډلې دویم او د لنګر شریف لېسې لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ د والیبال لوبې د ودې، ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او له مخدره توکو څخه د لېرې والي په موخه ترسره شوې، چې په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS