بادغیس؛ د قادس ولسوالۍ د لنګر حوزې والیبال سیالۍ د باختر لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې
د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند د لنګر شریف والیبال سیالۍ د باختر لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
دغه سیالیو یوه میاشت وړاندې د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې په پایله کې باختر لوبډلې لومړی، وحدت او آریانا لوبډلو دویم او درېیم مقامونه خپل کړل، د اخلاقو کپ یې بیا خراسان لوبډلې ترلاسه کړ.
د سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د بادغیس ولایت د ورزش مسؤولینو، امنیتي ځواکونو او سلګونو تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
په پای کې د بادغیس د ورزش ادارې له لوري مقام ګټونکو لوبډلو او تکړه لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
