بادغيس؛ د طوفان خراسان لوبډلې د قادس ولسوالۍ د روشن مخابراتي شرکت جام سیالیو اتلولي وګټله
د بادغیس ولایت فوټبال فدراسیون له لوري د قادس ولسوالۍ د کلیو د نهو لوبډلو ترمنځ د روشن د فوټبال مخابراتي شرکت جام ګروپي سیالۍ د طوفان خراسان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې د طوفان خراسان او شاهین لوبډلې د یو بل پر وړاندې میدان ته راووتې، چې په پایله کې طوفان خراسان د ۲-۴ ګولونو په توپیر سره د دې سیالیو اتلولي وګټله، شاهین او اتحاد لوبډلو دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
په ورته وخت کې فاروق یوسفي د ۱۳ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکی، او تیمورشاه یوسفي د دې سیالیو د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
په دغو سیالیو کې د طوفان خراسان، شاهین قادس، جمعیت عالي لېسې، اتحاد، کوهستان، موفق، حنظله، عدالت او وحدت لوبډلو له یو بل سره سیالۍ وکړې.
د دغو سیالیو موخه په قادس ولسوالۍ کې د فوټبال وده او د یاد ولایت لرې پرتو کلیو ته پراختیا ورکول وو.
په پای کې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او د روشن مخابراتي شرکت له لوري روزونکو، لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، ستاینلیکونه، ستایندړې او ورزشي توکي ورکړل شول.
