ای پي ایل؛ راشد خان به وروسته له دې احمداباد لوبډلې سره لوبېږي

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۲:۱۰
ای پي ایل؛ راشد خان به وروسته له دې احمداباد لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان کرکټ تکړه بالر راشد خان به د سږ کال د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو کط د احمداباد لوبډله کې ولوبېږي.

د رسنیو په حواله ویل کېږي چې احمداباد لوبډلې راشد خان په ۱۵کروړه یا ۱۵سوه لکه هندۍ کلدارې اخیستی دی.

دغه راز افغان کرکټر راشد خان تر دې وړاندې د ای پی ایل لیګونو کې د حید ابد لوبډلې سره لوبیده، خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی احمداباد لوبډلې ته ځي.

راشد خان د حیدراباد لوبډلې په ګټه په ۷۶ لوبو کې ۹۳ ویکټې تاخیستې دي.

د یادونې وړ ده چې د ای.پي.ایل یا د هند د کرکټ د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د اپریل په دوهمه پیلېږي او شااوخوا دوه میاشتې دوام کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS