الفتح شمال قول اردو ته د المپیک ملي کمېټې د رئیس او مل پلاوي سفر.
د هیوا د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې رئیس نظر محمد مطمئین او ورسره مل پلاوي د الفتح شمال ۲۰۹ قول اردو ته سفر وکړ.
ښاغلي مطمئین په دې سفر کې د یاد قول اردو له قومندان مولوي عطاءالله عمري سره ولیدل او په ځینو نورو موضوعاتو سربیره یې په ځانګړي ډول په المپیک او فدراسیونونو خبرې وکړې او د نظامي ورزشکارانو په پرمختګ او د هغوی ورزش ته په پراختیا ورکولو یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د الفتح شمال د ۲۰۹ قول اردو قومندان د المپیک د ملي کمېټې د مشر او مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او له هغوی یې ځانګړې مننه وکړه.
دغه راز د المپیک ملي کمېټې او د الفتح شمال قول اردو د مسولینو له لوري په یاد قول اردو کې د والیبال میدان هم افتتاح شو چې د والیبال او فوټبال ټولو ورزشکارانو هم په کې ګډون درلود.
د یادولو ده چې د ا.ا. مج.اهدین په نظامي او هم په سیاسي ډګر کې د هر ډول فعالیت له پاره چمتو دي.
....................
سفری انجنیر نظر محمد(مطمئن ) رئیس عمومی المپیک افغانستان با هئیت همراهانشان به قول اردوی الفتح شمال.
