افغان کورش کارانو په ایران کې د سولې او دوستي جام سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۷
افغان کورش کارانو په ایران کې د سولې او دوستي جام سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د سولې او دوستي جام په نوم د یو شمېر ورزشي رشتو سیالۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې دوام لري، افغان کورش کارانو پکې تېره ورځ د سرو زرو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب څلور افغان مهاجرو ګډون کړی دی چې صفي الله جليل زاده په ٦٠ کيلو ګرامه وزن کې، مهرالله غني زاده په ٦٦ کیلو ګرامه وزن کې، جاوید شېرزاد په ٧٣ کيلو ګرامه وزن کې او فتیح الله میرزایي په ٨١ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

دغه سيالۍ د افغانستان، پاکستان، سري لنکا او ایران دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې افغان لوبغاړو پکې د سرو زرو مډال ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS