افغان ورزشکارانو د رستمي غېږ نيونې نړۍوالو سياليو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل
د رستمي غېږنیونې افغان ورزشکارانو د رستمي غېږ نيونې ۲۳م پړاو نړۍوالو سياليو په آزاد سبک کې هر يو ميرويس ابراهيمي او کريم الله عليزي د برنزو مډال خپل کړ او د دغو سياليو درېيم مقام ګټونکي شول.
يادو سیالیو کې ميرويس ابراهيمي د مالديف او ايران او کريم الله عليزي د هانکانګ او هند سيالانو ته پرلپسې ماته ورکړه؛ خو دواړو د خپلو تاجکستاني سيالانو پر وړاندې ماته وخوړه او د برونزو مډالونه يې وګټل.
دغه سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب په پلازمېنه فجيره ښار کې د ۳۵ هېوادونو په ګډون، د ليندۍ پر پنځمه په آزاد او کلاسيک سبکونو کې پيل شوي او د همدې مياشتې تر اتمې به دوام وکړي.
