افغان نولس کلنې لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه
د کرکټ نولس کلنو نړیوال جام یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره د بیټنګ په برخه کې لوبډلمشر سلیمان سافي ۱۱۱ او ننګیالي خروټي ۵۰ منډې جوړې کړې.
خو د زمبابوې لوبډله د ۱۵۲ منډو په جوړولو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټله.
د غه راز د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې ننګیالي خروټي د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.