افغان نولس کلنه کرکټ لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډله به نن مازدیګر د پاکستان پر وړاندې سیالي وکړي.
د ویسټ اینډيز په کوربه توب د نولس کلنو یو ورځنیو نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې دوهمه سیالي ده.
افغان نولس کلنې لوبډلې وړمه ورځ د پاپیونیوګيني لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلو سیالي به د افغانستان په وخت د مازدیګر په ۵ بجې د وېسټ انډیز په تاروبا لوبغالي کې پیل شي.
تر نړیوال جام مخکې د پاکستان تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې په اسیايي جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
