افغان فوټسال لوبډلې د ایران لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۹
افغان فوټسال لوبډلې د ایران لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل فوټسال څلور اړخیزو نړۍوالو دوستانه سیالیو پردوام، خپله وروستۍ لوبه له ایران هېواد سره وکړه، چې د ۴ – ۳ ګولونو په توپیر یې د ایران پر وړاندې ماتې وخوړه.

په دغه سیالۍ کې د افغانستان په ګټه اکبر کاظمي دوه ګولونه او حسین محمدي یو ګول وواهه.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په لومړي ځل د برازیل هېواد په کوربه‌توب څلوراړخیزو دوستانه نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون وکړ، چې د ایران او برازیل ِفوټسال لوبډلو پر وړاندې سیالۍ بایلودې او د ګرینلنډ فوټسال لوبدلې ته يې ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې د درېیم مقام لپاره له ګرینلنډ هېواد سره نن ماسپښین د کابل پر وخت درې بجې لوبه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS