افغان فوټبال ملي لوبډلې له سوریې ماتې وخوړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۲۰:۴۲
افغان فوټبال ملي لوبډلې له سوریې ماتې وخوړه

افغان فوټبال ملي لوبډلې د ٢٠٢٧ فوټبال اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه، خپله دویمه لوبه سوریې ته د ٠ - ١ ګول په توپیر بایلوده.

دغه سیالي چې د سوریې په کوربتوب په سعودي عربستان کې ترسره شوه، د لیدو لپاره یې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ هم ورغلي وو.

افغانستان به راتلونکې سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر نهمه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې د ٢٠٢٧ فوټبال اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې درېيم پړاو سیالۍ د روان میلادي کال د مارچ پر ٢٥مه پیل او د ٢٠٢٦ د مارچ پر ٣١مه به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS