افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۸:۴۲
افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

د افغان غېږ نیونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.

له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.

همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۴۶
Background image

بلخ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محله لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ځوانانو د اتحاد جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ د عیسی اتلانو لوبډلې. . .

BACK TO NEWS