ارزگان؛ په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د شپږو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بیولوژی استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې بیولوژی استقلال لوبډلې خپلې سيالې کمپیوټر ساینس لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې او ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
