ارزگان؛ سپين غر بازانو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲
ارزگان؛ سپين غر بازانو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سپين غر بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د دغو سياليو پايلوبه د سپين غر بازانو او ځلاند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ځلاند لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف کېښود، سپين غر بازانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا لس ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

بادغیس کې له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته ورسېد

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورززش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټسال غوره لیګ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

تخار؛ مرکزتالقان ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د زمري ۲۴ تمې د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په ویاړ د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

د تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي په نړۍ‌والو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

چد تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي د تکواندو نړۍ‌وال فدراسیون ریاست جام اتم پړاو سیالیو په پومسه سبک کې د برونزو مډال وګاټه.

محمد ګل محمدي درې سیالۍ د پاکستانی سیالانو پر وړاندې. . .

BACK TO NEWS