ارزگان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خوردې الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې خوردې الف لوبډلې د ۳ پر صفر ميدان په توپير خپلې سيالې استقلال الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
