ارزګان ولایت په چوری ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مالی لګښت د چوری ولسوالۍ د والیبال فدراسیون همکارۍ د دې ولسوالۍ د لسو الف تیمونو ترمنځ اختریږې سیالۍ پیل شوې.
د ارزګان ورزشي مسوولین وایي د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول او د هغوی ته د دې فکر ورکول چی باید هرشخص ورزش ته مخه کړي ترڅو روغ او سالم صحت ولري.
د یادولو ده چې د دې سیالیو په پرانیسته کې ورزشي او ځایي مسوولیونو و د ورزش ګڼ شمېر مینه والو ګډون درلود.
