ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ سیالیو لوبلړۍ وګټله

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ او کجکي ولسوالۍ ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ د چهارچینو ولسوالۍ لوبډلې وګټله.
د دغې لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې کجکي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. چهارچینو لوبډلې د لوبې په ۱۱م اور کې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هده پوره کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې وروستۍ سیالۍ وګټله.
په دغو سیالیو کې د چهارچینو ولسوالۍ لوبغاړی جاوېد احمد عزیزي د د ۱۳۰ منډو په ترسره کولو سره د سیالیو غوره توپ وهونکی او د همدې ولسوالۍ لوبغاړی سمیع الله د اتو ویکټو په ترلاسه کولو سره غوره توپ اچونکی ونومول شو.