ارزګان؛ په چوره ولسوالۍ کي د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴۲
ارزګان؛ په چوره ولسوالۍ کي د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ګلزار لوبډلې خپلې سيالې ميوند لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دې، چې ۱۵ ورځي به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۰
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۰
Background image

کابل؛ د فوټسال ملي لوبډله له يو کال وروسته هېواد ته راغله او تود هرکلی يې وشو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري له ايران هېواد څخه د فوټسال ملي لوبډلې د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

يادې لوبډلې د اندونيزيا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS