ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د الهام الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الهام الف لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې دهجوز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.