اتحاد لوبډله د بادغیس ولایت د فوټبال غوره لیګ اتله شوه
ه بادغيس ولايت کې د فوټبال غوره لیګ سيالۍ چې شپږ مياشتې وړاندې د ١٠ لوبډلو په ګډون د دې ولایت په ورزشي لوبغالې کې پيل شوې وې د ٩٠ لوبو په ترسره کېدو سره د اتحاد لوبډلې په اتلولي او الماس شرق لوبډلې په دويم مقام سره پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو د پاى په مراسمو کې د ورزشي مسوولینو سربېره ولايتي مسوولینو هم ګډون کړى و چې ګټونکې لوبډلې او ورزشکاران يې وهڅول.
