بلخ کې د ۱۰۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز مزارشریف ښار په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق خالد بزار پهلوان، دويم اخرالاق نصرت پهلوان او درېيم اخرالاق بيا ذکریا پهلوان تر حلال دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.