کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د الچينو اتحاد ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې آليچو اتحاد ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې عمري احمدي ځوانانو لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې او دوې ورځې يې دوام وکړ.
