رسنيز بلنلیک
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال د ملي لوبډلو د لوبغاړو د عصريې د ويش لړۍ، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل کړي.
په همدې مناسبت د هېواد د ټولو رسنیو له درنو استازو څخه په خورا درنښت هیله کېږي، چې د یادو مراسمو د خبري پوښښ لپاره تشريف راوړي.
وخت او نېټه: دوشنبې ورځ، د ۱۴۰۴ لمريز کال د سلواغې ۲۷مه، ماسپښين ۱:۳۰ بجې
پته: ۱۶ناحیه، حضوري چمن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ، ۵۰۰ کسیز جمنازیوم، افغانستان.
