زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د محمد خان او عزیز خان کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د عزيز خان کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او يوه ورځ يې دوام وکړ.
