خوست کې د منگل ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پيل شو
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "منگل ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ" سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د منگل سټارز او څپري اتلانو کلبونو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه منگل سټارز کلب وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپل سيال کلب ته د ۱۴۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې څپري اتلانو کلب د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۵ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي.
