بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱٥ جوړو لوبې مساوي او ٢٥ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه یې خپل کړل.
دا سیالۍ کورش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
