بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۷۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
