نیمروز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د يوولسم الف ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ش.ه.يد ګل محمد لېسې ټولګیو جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د يوولسم الف ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې يوولسم الف ټولګي لوبډلې خپلې سیالې دولسم الف ټولګي لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
