.غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان سي لوبډلې خپلې سیالې خالد لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
